په الجزاير کې د ليبيا او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره شوه
cri2021-08-31 12:02:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د اګست په ۳۰مه نېټه د الجزاير په پلازمينې الجزيره کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د ليبيا، الجزاير، تونس، مصر، چاد او نايجر د بهرنيو چارو وزيرانو او د م م ، عرب ليګ او افريقايي ليګ استازو برخه درلوده او په ليبيا کې يې د ولسمشرۍ له ټولټاکنو مخکې د يو قانوني چوکاټ د جوړولو، له دغه هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو او ملاتړو عسکرو د وتلو او د بېلا بېلو وسله والو ډلو تر منځ د همغږۍ په باب د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)