د طالبانو چارواکی:د امريکا ټول ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل او افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه
cri2021-08-31 11:19:41
شريکول:

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو مرستيال احمدالله وثيق د اګست په ۳۱مه نېټه د چين د سي ايم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د امریکا ټول ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل او افغانستان ازادي او خپلواکې ترلاسه کړه، د امریکایې ځواکونو له  وتلو سره د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه د کابل هوایې ډګر ته ننوتل او د هوایې ډګر واک او کنترول یې په خپل لاس کې اخستی دی، دوی به د هوایې ډګر امنیت وساتې، او تدابیر مخکې له مخکې نیول شوي دي. نو هیڅ ستونزه به پېښه نه شي.