د چين د شينجيانګ حکومت وياند: افغان طالبان بايد له ټولو ترهګرو سره اړيکې پرې کړي او پر وړاندې دې يې اغېزمنه مبارزه وکړي.
CRI2021-08-31 09:59:25
شريکول:

 

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې حکومت مطبوعاتي وياند ايلي جان انايتي د اګست په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې وویل چې د چين شينجيانګ له افغانستان سره ګډه پوله لري. د ختيځ ترکستان غورځنګ په شمول زياتې تروريستي ډلې پخوا په افغانستان کې پټې وې او د چين شينجيانګ امنيت او ثبات ته يې ګواښ جوړ کړی و. موږ هيله لرو چې افغان طالبان د ختيځ ترکستان غورځنګ په شمول له ټولو تروريستي ډلو سره اړيکې پرې کړي او پر وړاندې يې اغېزمنه مبارزه وکړي. 

وياند ايلي جان انايتی وويل چې چين د افغانستان تر ټولو لوی ګانډی هېواد دې او په شينجيانګ کې ور سره  ګډه پوله لري. 

( سپوږمۍ)