امريکا بايد خپلو تېروتنو ته بيا کتنه وکړي
cri2021-08-31 15:36:50
شريکول:

د امريکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان کينت میکنزي د اګيست په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل او په دغه هېواد کې د امريکا پوځي حضور پای ته ورسېد. خو ايا په تېرو شلو کلونو کې د امريکايي ځواکونو لخوا افغانانو ته رسول شوي زيانونه په دې سره هم ختمېږي؟

د کابل هوايي ډګر ته نږدې د اګست په ۲۶مه نېټه يوه سخته چاودنه وشوه او ورپسې د ډزو غږونه پورته شول. د دې پېښې يوه عيني شاهد احمد افغان د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چې تر چاودنې وروسته امريکايي سرتيريو پر ملکي وګړيو ډزې وکړې او ډېره وحشتناکه کړنه يې ترسره کړه. نورو عيني شاهدانو هم د ده وينا تاييد کړه، چې له چاودنې وروسته ډېری وګړي د امريکايي ځواکونو په ډزو ووژل شول. د يوې شمېرنې له مخې، د دغې پېښې له امله څه باندې سل کسان ووژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

هېواد ځاځی وايي، چې موږ ډېر خواشيني يوو، چې د امريکې سرتيريو په دوامداره توګه ملکي وګړيو ته زيانونه رسولي دي. د دوی دغه کړنې جنګي جرم دی او بايد نړيوال قوانين پرې تطبیق شي.

د اګست د ۲۶مې نېټې تر چاودنې درې ورځې وروسته، یعنې د اګست په ۲۹مه نېټه د امريکا بې پېلوټه الوتکې پر يو موټر چې ویل کيږي، چاودېدونکي توکي پکې بار وو، بمباري وکړه، چې له امله یې د سيمې شاوخوا ودانۍ او د وګړيو کورونه زيانمن شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان پر ملکي وګړيو ډېرې ډزې او بمبارۍ کړي او ډېرو ملکي وګړيو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

 د امريکا براون پوهنتون د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۷م کال کې د طالبانو د ځپلو په موخه پرېمانې بمبارۍ وکړې، چې له امله يې د افغانستان د ملکي وګړيو تلفات ۳۳۰ فيصده زيات شول او په ۲۰۱۹م کال کې کابو ۷۰۰ تنه ملکي افغانان ووژل شول.

د ميدان وردک ولايت د سيد اباد ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالهی وايي، چې د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر د يوې ورځې په سهار زموږ د کلي ځيني وګړي د تېر په شان جومات ته روان وو، چې امريکايي ځواکونو پر جومات بمباري وکړه او له امله يې لسګونه کلیوال ووژل شول. دغه خلک ترهګر نه، بلکې د سيمې ملکي وګړي وو. په وژل شويو کې يو ځوان بهير نومېده، د ده مور وايي، چې زوی یې د کورنۍ ملاتير و، خو د امريکايي ځواکونو په بمباريو کې ووژل شو، د دوی په کورنۍ کې اوس زاړه کسان، ښځې او ماشومان پاتې دي، او ژوند يې ډېر سخت تيريږي.

امريکايي ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې په دوامدار ډول ملکي افغانانو ته مرګژوبله اړولې او دوی هم منلې، چې د ملکي وګړيو مرګژوبله يې د ستراتيژۍ يوه برخه وه. يوه بل افغان قدرت د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چې امريکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې وه، د دوی په شتون کې ډېر وسله وال پيدا شول او دوی ته د افغانانو ژوند هېڅ ارزښت نه درلود او د بمبارۍ پر وخت کې يې هيڅ دا په نظر کې نه نيول او هیڅ پاملرنه یې نه کوله، چې ملکي وګړيو ته به زيانونه ورسوي. امريکا بايد په افغانستان کې د بشري بحران پړه پر غاړه واخلي.

امريکا له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د څومره کسانو ژوند اخيستئ؟ د امريکې رسنيو يوازې سکوت اختيار کړی او امريکايي ځواکونه په چټکه توګه له دغه هيواده ووتل او افغانانو ته يې ګډوډ حالات په ميراث پرېښودل. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمی مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اګيست په ۳۰مه نېټه په امنيت شورا کې د افغانستان مسئلې د پرېکړې په هکله تر رايګيرۍ وروسته وويل، چې د افغانستان اوسنی ترينګلی وضعیت د بهرنيو ځواکونو له چټکې ايستنې سره مستقيمې اړيکې لري. اړوند هېوادونه بايد په دې وپوهېږي چې له افغانستانه وتل د دوی د دندو د پای په معنا نه دی، بلکې خپلو تېروتنو ته دې بيا کتنه وکړي او ارزښتناک ګامونه دې واخلي.