د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان کينت میکنزي د اګيست په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې امريکايي ځواکونو له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل او په دغه هېواد کې د امريکا پوځي حضور پای ته ورسېد.
نوموړي د همدې ورځې په ماسپښين د امريکا د دفاع وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکې وروستۍ سي- ۱۷ نمبر الوتکه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۵۹ دقيقو له کابل هوايي ډګر څخه ووتله. هغه زياته کړه چې په افغانستان کې نه يوازې د امريکې د ملکي پرسونل دنده بشپړه شوه، بلکې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته په دغه هېواد کې د امريکا شل کلن نظامي حضور هم پای ته ورسېد. (هيله)