د اقليمي مسئلې په اړه د چين او امريکا استازي به ليدنه وکړي
cri2021-08-31 12:01:59
شريکول:

د چين د ايکولوژيکي چاپيريال وزارت خبر ورکړ، چې د امريکا د ولسمشر د اقليمي مسئلې ځانګړی استازی جان کيري به د چين په بلنه د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۳مې نېټې پورې چين ته سفر وکړي او د اقليمي بدلون مسئلې په باب د چين له ځانګړي استازي شيې جن هوا سره به خبرې وکړي.

دواړه خواوې به له اقليمي بدلون سره د ګډې مبارزې او د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د امضا کوونکو هېوادونو د ۲۶مې دورې غونډې په هکله د نظريو تبادلې وکړي. (شکريه)