سوريه: امريکا غواړي د کوويډ-۱۹ ريښې د پلټنو په پلمه د ګواښ تګلاره پلې کړي
CRI2021-08-31 11:37:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا د کوويډ-۱۹ ريښې د تش په نوم پلټنو له لارې غواړي نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي او خپله تګلاره پلې کړي. سوريه د امريکا د دغو ناوړو کړنو پر وړاندې د چين له عادلانه او برابر دريځ څخه ملاتړ کوي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په اړه د امريکا د ولسمشر له رويې څخه ښکاري، چې دغه هېواد علمي مسئلې ته د سياسي رنګ د ورکولو لپاره ډېرې هڅې کړي او موخه يې پر چين بريداو ګواښ کول او د خپلې سياسي اجنډا تطبيق دی. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د امريکا سياسي اجنډا د نړيوال قانون له اصولو څخه سرغړونه ده او د ترينګلې فضا سبب ګرځېدلې او له کرونا وبا سره د مقابلې پر يووالي يې منفي اغېزې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، چې سوريه د چين د بهرنيو چارو وزارت د اړوندو څرګندونو ملاتړ کوي او د چين دريځ د دې لپاره ګټور دی، چې د روغتيا نړيوال سازمان او بېلا بېل هېوادونه علمي نتيجې ته رسيدلی او پراخ تفاهم تر لاسه کولی شي او د دغې وبا د له منځه وړلو لپاره تر ټولو مناسبه طريقه غوره کړي.