شي جين پينګ: د انحصار او ناوړې سيالۍ ضد نظارت او اداره دې لا پياوړې شي
CRI2021-08-31 10:49:23
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون ۲۱مه غونډه د اګست په ۳۱مه نېټه د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ تر سره شوه. په دغه غونډه کې (( د انحصار ضد مبارزې د پياوړتيا او د برابرې سيالۍ د هڅونې په اړه د تګلارې د تطبيق وړانديز )) تصويب شو.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، د چين حکومت دې په بازارونو کې د برابرې سيالۍ د چاپیريال د ابادۍ لپاره هڅې وکړي، د بېلا بېلو ډولو بازاري ګډونوالو په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره دې د پرمختګ زمينې برابرې کړي او د مشتريانو حقونه او ګټې دې په لا ښه توګه وساتي.