طالب مشرانو په کندهار کې غونډه تر سره کړې او د حکومت د جوړونې په اړه يې سلامشورې کړې
CRI2021-09-01 10:20:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست په ۳۱مه نېټه وويل، چې د طالبانو مشرانو په کندهار ولايت کې غونډه تر سره کړې او د حکومت د جوړونې په اړه يې سلامشورې کړې دي.

مجاهد په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې ياده غونډه په کندهار کې د اګست له ۲۸مې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د طالبانو د مشر هيبت الله اخونزاده په مشرۍ تر سره شوې ده. په دې غونډې کې د افغانستان د سياست، امنيت، ټولنيزو مسئلو او د حکومت د جوړونې په اړه سلامشورې شوې دي.

ذبيح الله مجاهد د اګست په ۳۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، افغان سوداګر او پانګوال بايد د اقتصادي ستونزو د حل په بهير کې ګډون وکړي. نوموړي په همدې ورځ دا هم وويل، چې افغانستان غواړي د امريکا په شمول له ټولو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړيکو ته پرمختګ ورکړي او هيله يې ښودلې، چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې سياسي او تجارتي اړيکې وساتي.