د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګيست په ۳۰مه نېټه د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ ته د پيغام په ليږلو سره د دې کمېټې د پخواني رئيس جاکوس روګ پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او د ده د کورنيو غړو ته يې تسليت ويلی دی.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، ښاغلي روګ د اولمپيک د نړيوالې کمېټې غښتلی مشر و او د اولمپيک روحيې د خپرېدا او د اولمپيک لوبو د سالم پرمختګ د هڅولو لپاره يې فعال کوښښونه کړي او نړيواله ټولنه د نوموړي خدمتونه ساتي.
نوموړي په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې چين د ټولنې په پرمختګ کې د اولمپيک لوبو مهم رول ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د دغو لوبو د انکشاف لپاره د اولمپيک له نړيوالې کمېټې او نړيوالې ټولنې سره په ګډه نور زيات خدمتونه وکړي. (هيله)