جو بايډن: د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې، خو د ترهګرۍ ضد عملياتو ته به دوام ورکړو
CRI2021-09-01 11:11:01
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د اګست په ۳۱مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې وويل، چې دا يوه سمه پرېکړه وه چې د افغانستان جګړه يې پای ته ورسوله، خو امريکا به د ترهګرۍ ضد عملياتو ته دوام ورکړي. د نوې سروې له مخې، تقريباً ۷۰ سلنه امريکايان پر دې اند دي، چې امريکا په افغانستان کې خپله موخه نه ده تر لاسه کړې.

بايډن په همدې ورځ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په اړه وينا وکړه، او و یې ويل چې امريکا د افغانستان ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، او دا جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده بلل کېږي. امريکا هم هغه عمل پای ته رسولی، چې د پوځي عملياتو له لارې نور هېوادونه اصلاح کړي. نوموړي په عين وخت کې ومنله، چې د امريکا هغه څېړنه او اند سم نه وو، چې د افغانستان حکومت به وکولی شي، د امريکايي ځواکونو له تلو وروسته د خپل هېواد دفاع وکړي.