په بېجينګ کې د ۲۰۲۱ کال د ۵جي تکنالوژۍ نړيواله غونډه پرانيستل شوه
cri2021-09-01 10:36:31
شريکول:

د ۲۰۲۱ کال د ۵جي تکنالوژۍ نړيواله غونډه د اګيست په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د صنايعو او مالوماتو وزير شياو يا چينګ په دغه غونډه کې وويل، چې ۵جي تکنالوژۍ اوس په چين کې  د فولادو، برېښنا او کاني سرچينو په شمول ۲۲ برخو او چارو کې کارول کېږي او له لس زرو څخه زياتو پروژو کې ترې کار اخيستل کېږي . ويل کېږي چې دغه تکنالوژۍ د چين د باکيفيته پرمختګ د هڅولو نوی ماشين ګرځېدلی دی. 

د چين د تکنالوژۍ وزارت مرستيال لي منګ په ياده غونډه کې وويل، چې ۵جي تکنالوژي په نړۍ کې د نوي نسل مخابراتي تکنالوژۍ په توګه د ډيجټلي اقتصاد او توليد اقتصاد د يو ځای کېدو بهير هڅولی دی. هغه زياته کړه چې چين د بېلا بېلو هېوادونو د سوداګرو، پوهنتونونو او علمي څېړنيزو ارګانونو هر کلی کوي چې د ۵جي تکنالوژۍ په راتلونکې څېړنې کې برخه واخلي او لا زياتې لاسته راوړنې ولري. (هيله)