شي جين پينګ به د ۲۰۲۱م کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوالې سرمشريزې غونډې ته ويډيويي وينا وکړي
cri2021-09-01 10:28:41
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرې وزارت وياند ګاو فنګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱م کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون به د سپتمبر له دوهمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي او په دې جريان کې به د خدماتي سوداګرۍ نړيواله سرمشريزه غونډه هم د سپتمبر په دوهمه نېټه جوړه شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به دغې غونډې ته ويډيويي وينا وکړي. (شکريه)