د افغانانو غږ: افغانستان يو ټولشموله حکومت ته اړتيا لري
cri2021-09-01 10:54:42
شريکول:

د امريکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان کېنت میکنزي د اګست په ۳۰مه اعلان وکړ، چې امريکايي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل. د امریکا ولسمشر جو بایډن په همدې شپه په واشنګټن کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضور پای ته ورسید.

ورپسې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړ، چې د امریکا وروستی سرتیری د اګست ۳۰ نېټې د شپې په ۱۲ بجو له افغانستان څخه ووت او دغه هېواد بشپړه خپلواکي او ازادي ترلاسه کړه او ټولو افغانانو ته يې مبارکي ويلې ده.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه غلام جیلاني ځواک د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنیو دښمنانو له یرغل او لاسوهنې ځوریږي. د امريکا پوځ له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې ميشت و او افغانانو د جګړې دردونه يې تجربه کول. افغانستان اوس مهال د بهرنیو لاسوهنو له امله د سیمه ایزو جګړو او شخړو مرکز ګرځېدلی دی. لوی هېوادونه باید په افغانستان کې خپلې مداخلې او لاسوهنې بندې کړي. نوموړي وويل، د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې وړانديز، چې د چین له خوا وړاندې شوی، د افغانستان له ګټو سره سمون لري. 

چین د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر پالیسۍ ګام اخلي او د افغان مسئلې په سیاسي حل کې یې تل رغنده رول لوبولی دی. د افغانستان اوسيدونکي عبدالخليل حمیدي د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره په خبرو کې وویل، چې چین د افغانستان دوست ګاونډی هيواد دی او افغانستان سره يې تل مرسته کړې او تر اوسه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي مطیع الله خروټي له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې چین په افغانستان کې د سوله يیزو خبرو اترو له لارې د بېلا بېلو سیاسي ډلو ترمنځ د ستونزو حل ته ژمن دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر تګلارې ټينګار کوي. چین د امريکا په څېر د افغانستان پر وړاندې ځواک نه دی کارولی. هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د چین وړاندیز په ریښتیا هم د افغانستان د سولې لپاره ګټور دی او د افغانانو بشري حقونو ته پکې پوره درناوی شوی او دا د افغانستان له واقعي وضعیت او د افغانانو له ګټو سره سمون لري. دده په اند، افغانان یو داسې نرم او زغممنونکي حکومت ته اړتیا لري، چې د ټولو افغانانو حقوق پکې تضمین وي. هیله ده، چې نوی حکومت له جوړيدو وروسته معتدله او باثباته پالیسي غوره کړي، ترڅو افغانان وکولی شي، په بېلا بېلو دندو کې پراخه برخه واخلي او ژر خپل اقتصاد ورغوي.

د افغانستان لپاره سوله يیز او باثباته داخلي چاپیریال او نړیوال ملاتړ ډېر ستر اهمیت لري. د افغانستان د څیړنې او مشورې مرکز مسؤل او د سیاسي چارو کارپوه غلام جیلاني ځواک وايي، که نوی حکومت وغواړي، له نړیوالې انزوا څخه راووځي، نو له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره بايد اړيکې ونه لري. سربیره پردې، که افغانستان وغواړي، خپل اقتصاد ته ګړندۍ وده ورکړي، نو اړینه ده، چې له چین سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.