د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۱۶۸۶۷۴۲۰ ته رسېدلی
CRI2021-09-01 10:14:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۳۱مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۱۶۸۶۷۴۲۰ ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳۱مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۱ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د نويو اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۲۱۰۳۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۱۶۸۶۷۴۲۰ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله ۸۴۸۳ کسان مړ شوي، او عمومي شمېر يې ۴۵۰۷۸۳۷ ته رسېدلی دی.