افغان لوبغاړي د توکيو پارالمپیک دوبنيو لوبو کې برخه واخيسته
cri2021-09-01 11:20:16
شريکول:

د جاپان خبري رسنيو د اګست په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ، چې افغان لوبغاړی حسين رسولي چې د افغانستان د ترينګلو حالاتو له امله يې په پارالمپيک لوبو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړی و، د اګست په ۲۸مه نېټه د ډېرو ستونزو په لېرې کولو سره د جاپان پلازمینې توکيو ته رسېدلی او هلته يې په ۳۱مه نېټه د ځغاستې په سيالۍ کې برخه اخيستې ده. د مالوماتو له مخې، دا د افغان لوبغاړي لومړی ځل دی، چې د توکيو د پارالمپيک په دغو لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان ښځينه لوبغاړې ذکيه خدايدادي به هم د سپتمبر په دوهمه نېټه په دغو لوبو کې برخه واخلي. (شکريه)