امريکا د يو چيني اتباع د نيولو پر سر جايزه اعلان کړې، چين ورسره کلک مخالفت کړی
CRI2021-09-01 10:32:39
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د يو چيني اتباع د نيولو پر سر پنځه مليونه ډالره جايزه اعلان کړې ده. نوموړي ويلي چې ياد کس په ډېرو هېوادونو کې نشه يي توکي خرڅوي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۳۱مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امریکا ياده کړنه به د نشه يي توکو د ممنوعيت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو اړيکې سختې ویجاړې کړي او د راتلونکو همکاريو پر وړاندې به خنډونه جوړ کړي.

وانګ ون بين وويل، د چين او امريکا د ګډې پلټنې له مخې، د يادې قضيې اړوند توکي يو وخت په چين کې عادی کيمياوي توکي بلل کېدل. چين څو ځلې له امريکا څخه غوښتي، چې له چيني قانون سره سم د ياد چيني تبعه د سرغړونې شواهد برابر کړي، خو امريکا تر اوسه په دې برخه کې ګام نه دی پورته کړی او لازم مالومات يې نه دي ورسره شريک کړي.