چين : هيله ده، چې د افغانستان بېلابېلې خواوې يو پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ رامنځته کړي
cri2021-09-01 17:37:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په لومړۍ نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د زړه له کومې هيله لري، چې د افغانستان بېلابېلې خواوې د خپلو خلکو له ارزوګانو او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سم يو پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت جوړ کړي، نرمې او متعدلې کورنۍ او بهرنۍ  تګلارې جوړې او له ټولو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه اړيکې ولري.

د معلوماتو له مخې طالب چارواکو ويلي، چې د سپتمبر په ۳ مه نېټه به د نوي حکومت اعلان وکړي.

ښاغلي وانګ ون بين وويل، د افغانستان د تاريخ پاڼه اوښتې، خو پر وړاندې يې فرصتونه، ننګونې ، ستونزې او هيلې هم پرتې دي. هغه وويل، د چين بنسټګر ماو ځه دونګ ويلي وو، چې افغانستان د اتلانو ټاټوبی دی او په تاريخ کې يې هيچا ته سر نه دی ټيټ کړی. چين او افغانستان دوست ګاونډيان دي، چين نه غواړي، چې افغانستان زیانمن کړي او افغانستان هم نه غواړي، چې چين ته زيان ورسوي او دواړه هېوادونه يو له بل څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي وانګ زیاته کړه، چې چين به د پخوا په څېر د ټولو افغانانو پر وړاندې دوستانه تګلارې ته دوام ورکړي، د افغانستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري، د افغانستان په کورنيو چارو کې به هيڅ مداخله ونه کړي او له دغه هيواد سره به د سولې او بيارغونې په برخه کې خپلومرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي وانګ په خپلو خبرو کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو  په اړه وويل، چې که څه هم امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي، خو هغوی او ملګري يې تورن دي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې عام وګړي وژلي دي، نو په دې اړه بايد هر اړخيزې او ژورې څېړنې او پلټنې وشي.