شي جين پينګ : ځوان کدرونه دې په پوره صداقت او ټينګ هوډ د کمونېست ګوند په لارښوونې بېلا بېلو چارو کې برخه واخلي
cri2021-09-02 10:46:34
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په ښوونځي کې د پاخو او ځوانو مامورينو د مني روزنيز ټولګی د سپتمبر په لومړۍ نېټه پيل شو، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د دې ټولګي د پيل په مراسمو کې په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې اوسني ځوان او مامورين په عصري او ښه زمانه کې ژوند، زده کړې او کار کوي او د ګوند او هېواد د پرمختګ خوځنده قوت بلل کيږي. د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰ کلونو راهيسې د هېواد د ابادولو په چارو کې تل لوړ ارمان او ټينګ هوډ ساتلی دی. ځوان کدرونه دې په پوره صداقت او ټينګ هوډ د کمونېست ګوند په لارښوونې د هېواد په بېلا بېلو چارو کې خپلې دندې پر غاړه واخلي.

نوموړي وويل، پر اصولو ټينګار کول د کمونېست ګوند د غړو مهم اخلاق دي. ګونديان بايد د اصلي مسئلو د حل په بهير کې ټينګ او ثابت واوسي، که نه، د ګوند او خلکو لپاره غير مسئول او حتی جنايت کوونکي بلل کېږي. د ګوند کدرونه بايد د اصولو له مخې کار وکړي او شخصي ګټې بايد په نظر کې ونه نيسي. (شکريه)