د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په لومړۍ نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۵۰ دقيقو پورې د کرونا ۵۲۷ زره او ۹۴۲ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۱۷ ميليونو، ۵۵۸ زرو او ۷۷۱ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه موده کې د دې ويروس له امله ۷۳۰۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شېمر ۴ ميليونو، ۵۱۷ زرو او ۲۴۰ ته رسېدلی دی. (هيله)