وانګ يي د اقليمي مسئلې د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کيري سره ويډيويي خبرې وکړې
CRI2021-09-02 10:32:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير د سپتمبر په لومړۍ نېټه د اقليمي مسئلې په اړه د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کيري سره ويډيويي خبرې وکړې، جان کيري د اقليمي بدلون په اړه د چين او امريکا ترمنځ د خبرو لپاره د چين د تيان جين ښار تللی دی. وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د خرابېدو پر لوري روانې دي او سبب يې دا وباله، چې د چين په اړه د امريکا شننې او اندونه غلط شوي دي. امريکا بايد چين ته د ګواښ او دوښمن په سترګه ونه ګوري او پر چين دې فشارونه نه اچوي.

کيري وويل، د اقليمي بدلون په برخه کې د ستونزو د حل لپاره د امريکا او چين ترمنځ همکارۍ ډېرې مهمې دي. امريکا غواړي له چين سره د درناوي پر بنسټ د نظريو تبادلې زياتې کړي، خپلمنځي باور لوړ او د دواړو خواوو د لارښوونې توان څرګند کړي، د پاريس تړون د پلي کولو لپاره ښه بېلګه جوړه کړي او دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره ښه فرصتونه برابر کړي.