هالنډ له کابل څخه سفارت قطر ته انتقالوي
CRI2021-09-02 14:17:39
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هالنډ د بهرنيو چارو وزيرې سيګريډ کاګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې وويل، چې هالنډ پرېکړه کړې، چې له افغانستان څخه خپل سفارت قطر ته انتقال کړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن په همدې ورځ له کاګ سره خبرې کړې دي. کاګ وروسته په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هالنډ غواړي، چې له افغانستان څخه خپل سفارت قطر ته انتقال کړي، څو سفارت يې خپل کارونه عادي پرمخ يوسي.

سيګريډ کاګ وويل، چې له محمد بن عبدالرحمن سره يې افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي. هغې زياته کړه، چې د افغانستان ثبات نه يوازې د سيمه ييزو هېوادونو، بلکې د اروپايي هېوادونو لپاره هم ډېر اهميت لري.