چين: امريکا دې په افغانستان کې له خپلې ناکامۍ درس واخلي
cri2021-09-02 17:11:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په دوهمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امریکا دې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين نظرونه واوري او په افغانستان کې دې له خپلې ناکامۍ څخه درس او عبرت واخلي او په راتلونکې کې دې داسې ناکامي بیا نه تکراروي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې شل کاله ميشت وو او اصلي موخه يې له خپل ميعار سره سم د دغه هېواد جوړول او د سياسي چوکاټ وربدلول وو، خو په اخير کې يې خپلځان او افغانان زيانمن کړل او عام وګړي يې وځورول.
ښاغلي وانګ ون بين پدې اړه وويل، چې په نړۍ کې ډيموکراسي ډېرې بڼې لري او بېلابېل هېوادونه حق لري، چې د خپلې خوښې وړ لاره ومومي. د افغانستان وضعيت دا ثابته کړې، چې د هر هيواد هره هغه کړنه، چې د ډيموکراسۍ خپل ماډل پر نورو تپل غواړي، پایله به یې تاوتريخوالی او جګړه وي او ناکامي به یې په برخه وي.