د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د سپتمبر په درېيمه نېټه د دغه هېواد د ختيځ اقتصادي فورم د عمومي غونډې په پيل مراسمو کې انلاين ګډون او وينا وکړي. (شکريه)