د امريکا سیاسي دسيسه بايد پای ته ورسیږي
cri2021-09-02 11:13:21
شريکول:

د امريکا استخباراتي ادارې په ۳ مياشتو کې د کوويډ-۱۹ويروس د رېښې پيدا کولو په پار تش په نوم پلټنې تر سره کړي او په دې وروستیو ورځو کې يې څېړنيز راپور خپور کړی دی، خو د "ممکن" او "شاید" له کلمو څخه ډک دی. د نړۍ د پوهانو او نظر خاوندانو په اند، په ياد راپور کې هیڅ ندي ویل شوي، خو د امريکا استخباراتي اداره او سپينه ماڼۍ لاهم په دې کې هڅه کې دي، چې خپل مسؤليت پر چين واچوي او پر دغه هيواد نور هم تورونه ولګوي.

 پدې کې هیڅ شک نشته، چې دا تش په نوم راپور د امريکا سیاسي محصول دی او هيڅ علمي او د باور وړ نه دی. دا د حیرانتیا خبر نده، چې دغه راپور کومه مشخصه پایله نه لري، ځکه دا له پیل څخه یوه مسخره او سیاسي ډرامه وه.

يو شمېر امریکایي سیاستوال د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې د پلټنې غوښتنه کوي، خو داسې ښکاري، چې توان يې نه لري. دوی سياسي ډرامه جوړه کړې او هدف يې دا دی، چې د کرونا وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې د ناکامۍ خپل مسؤلیت له پامه وغورځوي او يا يې پر نورو وتپي او د وبا په اړه خپل شکونه پټ وساتي. دوی په حقيقت کې دا هر څه د چین د بدنامۍ او کنټرول لپاره کوي.

د امريکا حکومت د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې پاتې راغلی او اوس د خپلو خلکو له قهر اوغوسې سره مخ دی. په تېرې اګست میاشتې کې، په امريکا کې د وبا نوې څپه رامنځته شوه او په يوه ورځ په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲ لکو څخه هم پورته و.

امريکا په نړۍ کې تر ټولو غوره طبي سرچینې لري، نو بیا ولې په دغه هيواد کې د کرونا د مثبتو پېښو او مړينې شمېر د نړۍ د نورو هيوادونو په پر تله ډېر لوړ دی؟  د امريکا حکومت بايد امریکایايانو ته د دې پوښتنې ځواب ورکړي.

سربېره پردې، د امريکا د ديتريک فورټ لابراتوار او شمالي کارولينا پوهنتون بیولوژيکي لابراتوارونو د نړيوالو شکونه راپورته کړي دي او بل دا چې دغه هيواد په ګردې نړۍ کې له ۲۰۰ څخه ډېر بیولوژیکي لابراتوارونه جوړ کړي دي. نړیواله ټولنه حق لري، چې پر حقیقت وپوهيږي.

 پر چين د امريکا تورونه به یوازې خپل شکونه زيات کړي.

امريکا د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې موندنه سیاسي کړې او موخه يې دا ده، چې په هر اړخیز ډول د چین د پرمختګ مخه ونيسي. امريکا د چیني شرکتونو د ځپلو لپاره سوداګریزه جګړه پیل کړې او د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي. د امريکا وروستي دوه حکومتونه په تدریجي ډول یو پلان پلی کوي او هدف يې دا دی، چې چین په هر اړخیزه توګه وځپي. د امريکا د روډز کالج د نړيوالو مسئلو کارپوه جان کوپر وايي، چې امريکا اندیښمنه ده، چې چین به په نړیوال پرمختګ کې د امريکا ځای خپل کړي او د لوی ځواک په توګه به وپیژندل شي، نو ځکه امريکا غواړي، چې په بېلا بېلو لارو چارو د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

امریکایي سیاستوال چین خپل " احتمالي دښمن" بولي، کوم چې دا فکر يې بې ځایه او بې ګټې دی. چین تل د سوله يیز پرمختګ لاره تعقیب کړې، په نړۍ کې د واکمنۍ هېڅ لیوالتیا نه لري او هیڅ هېواد ته به ګواښ جوړ نه کړي، خو دا به هم ونه مني، چې څوک يې حاکميت او امنیت ته ګواښ ورسوي او يا يې ګټې زيانمنې کړي او بل هېڅوک دا حق نه لري، چې چینایان له ښه او غوره ژوند څخه محروم کړي.