د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وو جيانګ هاو له عبدالسلام حنفي سره تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-09-03 11:04:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وو جيانګ هاو په دوحه کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر له مرستيال عبدالسلام حنفي سره تلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د افغانستان د حالاتو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وو جيانګ هاو وويل، د افغانستان په حالاتو کې ژور بدلون رامنځته شوی دی او اوس د دغه هېواد برخليک د افغانانو په لاسونو کې دی. د چين او افغانستان ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري او چين تل د افغانستان خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی کړی او د ټولو افغانانو پر وړاندې يې پر دوستانه تګلارې ټينګار کړی دی. چين هيله لري، چې په افغانستان کې سوله او ثبات ژر رامنځته شي.

حنفي وويل، چين د افغانستان د اعتماد وړ ملګری دی. افغان طالبان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي، هيڅ ځواک او کړۍ ته به اجازه ورنه کړي، چې د دغه هېواد له قلمرو څخه نورو هېوادونو ته خطر جوړ کړي، افغان طالبان به په دغه هېواد کې د چيني ارګانونو او چينايانو د امنيت د ساتلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. نوموړي زياته کړه، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د افغانستان او د دغې سيمې د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګټور دی او افغانستان به له دغه پېشنهاد څخه ملاتړ او ګډون ته دوام ورکړي.