چين په تېرو مسلسلو ۷ کلونو کې د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ دوهم لوی هېواد ګرځيدلی
cri2021-09-03 10:26:16
شريکول:

په ۲۰۲۰م کال کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۶۶۱ ميليارډه او ۷۲۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چې دا د نړۍ د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو په عمومي ارزښت کې ۶.۸ سلنه نيسي.

په همدې کال کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو عمومي ارزښت د نړۍ د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو په عمومي ارزښت کې ۵.۶ سلنه نيسي او په دې برخه کې يې په نړۍ کې څلورم ځای خپل کړی دی. د چين د خدمتي سوداګرۍ د وارداتو عمومي ارزښت د نړۍ د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو په عمومي ارزښت کې ۸.۰ سلنه نيسي او په دې برخه کې د نړۍ دوهم لوی هېواد بلل شوی دی. (شکريه)