روسیه: د افغانستان په اړه د چین، روسیې، امریکا او پاکستان څلور اړخیزې ناستې د تر سره کولو پلان لرو
cri2021-09-03 10:05:06
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د سپتمبر په ۲مه نېټه وویل، چې چین به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان او د دې هيواد پلازمېنې کابل د ثبات او وضعیت لپاره خپل کوښښونه روان وساتي.

د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ايګور مورګولوف پدې وروستیو کې ويلي، چې حکومت يې پلان لري په افغانستان کې د وضعیت او ثبات تر ښه والي وروسته په کابل کې له امریکا، چین او پاکستان سره خبرې وکړي.

وياند وانګ ون بينګ اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وویل، چې د افغان مسئلې مناسب حل د نړیوالې ټولنې له ګډ ګډون او ملاتړ سره نه شليدونکې اړيکې لري.  چین د افغانستان مسئلې په اړه له اړوندو خواوو سره تل نژدې همغږي ساتلې ده.