د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان: په اګست کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي
cri2021-09-03 10:05:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲مه نېټه میاشتنی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د نړيوالو خوراکي توکو بيې په تېرو ۲ (جون، جولای) میاشتو کې کمې وې، خو په تېرې اګست مياشتې کې بیا لوړې شوې دي.

راپور ښیې، چې د بورې، سبزیجاتو، تیلو او غلو بيو د ډېر زیاتوالي له امله، په اګست کې د ياد سازمان د خوراکي توکو د بيو انډول ۱۲۷ اعشاريه ۴  و، چې د تېرې جولای په پرتله ۳ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی او د تېر کال د اګست په پرتله ۳۲ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.