شي جين پينګ د خدمتي سوداګرۍ نړيوالې سرمنشريزې غونډې ته وينا وکړه
CRI2021-09-03 10:34:17
شريکول:

د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په چوکاټ کې د خدمتي سوداګرۍ نړيواله سرمشريزه غونډه د سپتمبر په دوهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په انلاين ډول يادې غونډې ته وينا وکړه. هغه څرګنده کړه، چې چين به د ورخلاصون سويه لا لوړه کړي، د خدمتي چارو د نړيوالې سوداګرۍ لېست تطبيق به پياوړی او د هېواد په کچه د خدمتي سوداګرۍ د نوښت نمونوي سيمې جوړې کړي. چين له نورو هېوادونو سره پر ورخلاصون، همکارۍ او ګډو ګټو ټينګار کوي، څو ټول هېوادونه په ګډه د خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ له فرصتونو څخه ګټې واخلي او د نړيوال اقتصاد د احيا او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د چين د خدمتي سوداګرۍ لومړی نړيوال نندارتون په ۲۰۱۲م کال کې تر سر شو او اوم نندارتون يې په روان کال کې تر سره کيږي. دغه نندارتون د خدمتي چارو د نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو لوی نندارتون دی او د معاملو ډګر هم بلل کيږي. شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې تېر نندارتون ته په وينا کې د خدمتي چارو د ورخلاصون او همکارۍ په اړه ۳ فقره ييز وړانديز وکړ او اعلان يې وکړ، چې په بېجينګ کې به د ملي خدمتي چارو د ورخلاصون د پياوړتيا نمونوي سيمه او د ازاداې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه جوړه کړي.