شي جين پينګ د روسيې د ختيځ اقتصاد  شپږم فورم ته انلاين وينا وکړه
cri2021-09-03 17:02:31
شريکول:

د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپمتبر په درېيمه نېټه له  بېجينګ څخه په انلاين ډول د روسيې د ختيځ اقتصاد د شپږم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

دغه فورم په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په هڅو جوړ شوی و او په لېرې ختيځې سيمې کې د اقتصادي همکاريو د پرمخبيولو لپاره د دغه هېواد نيول شوي مهم تدبير ګڼل کيږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د ختيځ اقتصاد په څلورم فورم کې هم ګډون کړی و او همغه مهال يې په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې چين غواړي له سيمه ييزو هېوادونو سره يو ځای د دغه هېواد په لېرې ختيځې سيمې او شمال ختيځې اسيا کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)