د ۲۰۲۱ کال د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون پرانيستل شو
cri2021-09-03 15:56:04
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې پرانیستل شو او د روانې مياشتې تر ۷مې نېتې پورې به دوام ولري. د چين د خدمتي سوداګرۍ سږنی نندارتون د ډیجټلي ټکنالوژۍ او خدمتي لارې د پرمختګ هڅونې تر عنوان لاندې تر سره کېږي. ايرلنډ د دې نندارتون مشر مېلمه هېواد دی، لومړي وزير يې ميشل مارټين د سپتمبر په ۲مه نېټه د ياد نړيوال نندارتون په سرمشريزه غونډه کې هيله وښودله، چې د دې نندارتون له لارې به په نويو برخو کې د چين او ايرلنډ ترمنځ همکارۍ نورې هم پياوړې شي. هغه وويل

((د سيلانۍ، هوايي چارو او کلتور په شمول د ځينو برخو کارونه د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله اوس  ورو ورو د عادي کېدو په حال کې دي او د عادي کېدو تمايل يې څرګند دی. د ايرلنډ او چين خلک غواړي، چې په دوديزو برخو او ځينو نويو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. دغه نندارتون اوس يو ډېر ښه فرصت برابر کړی دی. ))

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې سرمشريزې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه او خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه، چې خدمتي سوداګري د نړيوالو معاملو يوه مهمه برخه ده او د پرمختګ د نوي جوړښت په جوړونه کې مهم رول لوبوي. چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای، د خدمتي سوداګرۍ له ګټور انکشافي فرصت څخه ګټې واخلي او د نړيوال اقتصاد بيااحيا او وده به وهڅوي.

د نړيوال سوداګريز سازمان د لوی مديريت مرستيالې انابيل ګونزاليز وويل، چې خدمتي سوداګرۍ د ۱۹۷۰م کال په نړيوالو معاملو کې ۹ سلنه نیولی و او نن ورځ يې دغه انډول له ۲۰ سلنې څخه هم اوښتی دی. اټکل کېږي، چې دغه انډول به تر ۲۰۴۰م کال پورې يو پر درېيمې برخې ته ورسېږي. له دې څخه ښکاري، چې په راتلونکې کې به د خدمتي سوداګرۍ د اړوندو تګلارو اغېزې او مهموالی نور هم زيات شي. نوموړې زياته کړه، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ځيني غړي د انلاين سوداګرۍ، د خدمتي څارنې او اسانې پانګونې په شمول ځينو برخو کې د اوسنيو مقرراتو په اړه په خبرو اترو بوخت دي. هغې هيله وښودله، چې بېلا بېل غړي هېوادونه د اړوندو کارونو د موثریت د لوړولو لپاره لاس په کار شي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين به د یو کمربند او يوې لارې د جوړونې په پلان کې د ګډونوالو هېوادونو له خدمتي چارو څخه ملاتړ وکړي او له نړۍ سره به د چين د ټکنالوژۍ د پرمختګ لاسته راوړنې شريکې کړي. د زينبابوې ولسمشر ايمرسون منګاګوا يادې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې دغه هيواد غواړي د روغتيايي چارو په برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل

((د زينبابوې د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ څخه د چين له ملاتړه او مرستو ډېره مننه کوم. زينبابوې غواړي، د روغتيايي چارو، په تېره بيا د ناروغيو د وقايې او د نوښتي طبي تکنالوژۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي. ))

شي جين پينګ وويل، چې چين به د منځنيو او کوچنيو تصديو له نوښتي پرمختګ څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، په بېجينګ کې به د اسهامو معاملې مرکز جوړ کړي. په چين کې د السلوادور سفير الدو اېف الواريز يادې غونډې ته په وينا کې وويل:

((د خدمتي سوداګرۍ سږنی نړيوال نندارتون ډېر د پاملرنې وړ دی او د دې نندارتون په درشل په چين کې د اسهامو معاملې د نوي مرکز د جوړولو اعلان ما ته ژوره خاطره را وبښله. باور لرم چې دغه مرکز به د نړۍ د پرمختګ او ابادۍ لپاره نوی حياتي ځواک برابر کړي.))