په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۱۸۲۰۵۹۵۱ ته رسېدلی
cri2021-09-03 10:03:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره ويلي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶ لکه ۲۲ زره او ۸۹۱ زيات شوی، چې عمومي شمېر يې ۲۱۸ ميليونه، ۲ لکه پنځه زره او ۹ سوه ۵۱ تنو ته رسېدلی دی او په همدې موده کې د يادې وبا له امله ۹۳۵۰ مړه شوي، چې په دې سره يې د مړينې عمومي شمېر ۴۵۲۶۵۸۳ ته رسېدلی دی.