يانګ جې چي د امريکا د ولسمشر د اقليمي مسئلې له ځانګړي استازي جان کيري سره ويډيويي خبرې وکړې
cri2021-09-03 10:22:00
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير يانګ جې چي د امريکا د ولسمشر د اقليمي مسئلې له ځانګړي استازي جان کيري سره ويډيويي خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا له تيرې يوې مودې راهيسې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهلو او د چين ګټو د سبوتاژ کولو په غرض يو لړ ناسمې کړنې تر سره کوي، چې له امله يې د چين او امريکا تر منځ اړيکې له سختو ستونزو سره مخامخ شوې دي. چين د امريکا له دغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او هيله لري، چې امريکا د خپلو دايمي ګټو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو د ساتنې لپاره خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي، د چين سياسي نظام او انکشافي لارې ته درناوی وکړي، د چين پر وړاندې يوه مناسبه تګلاره غوره کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو د ژر عادي کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.

جان کيري وويل، د امريکا او چين تر منځ اړيکې د دواړو خواوو او ټولې نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي، دواړو هېوادونو د نژدې همکارۍ له لارې د اقليمي بدلون په اړه د پاريس تړون هم لاسليک کړی دی. امريکا غواړي يو بل ته د درناوي پر بنسټ له چين سره د خپلمنځي اړيکو د تقويې، له اقليمي بدلون سره د ګډ مقاومت او د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د ښه والي لپاره ګډې هڅې وکړي. (شکريه)