امريکا بايد د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې د ساینسي موندنې وړتیا سره همکاري وکړي
cri2021-09-04 14:55:47
شريکول:

د امريکا استخباراتي ادارې په دې وروستيو ورځو کې د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې د تش په نامه څېړنيز راپور خپور کړ او د نړیوالو پلټنو د خنډولو لپاره یې چین تورن کړی. دا د سم او غلط بشپړ بدلون دی. چين د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې د پلټنې په مسئله کې خلاصه، ښکاره، ساينسي او همکاريزه رويه لري چې په نړۍ کې ټولو ته څرګنده ده. له بلې خوا، يو شمېر امريکايي سیاستوالو د روغتیا پر نړیوال سازمان فشار اچولی او هغه ساینس پوهان یې ځپلي چې رښتیا وايي. دوی په سیاسي لاسوهنه کې ښکېل دي، خو د کوويډ-۱۹ويروس د سرچينې د موندنې خپله دروازه تړلې. دا څرګنده ده چې څوک د ویروس سرچينې د موندلو نړیوالې څیړنې خنډوي.

د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهیسې، چین د ويروس سرچینې د ساينسي موندنې د نړيوالې همکارۍ بشپړ ملاتړ کړی او دوه ځله یې د روغتيا نړیوال سازمان کارپوهان چین ته بللي ترڅو د ویروس د سرچينې د موندنې څیړنې ترسره کړي. د ۲۰۲۰ کال په جولای کې، چین د روغتیا نړیوال سازمان له کارپوهانو سره په ګډه د کاري ماموریت سند جوړ کړی. د روان کال د جنورۍ له ۱۴مې څخه د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې، د ياد سازمان له خوا غوره شويو ۱۷ نړيوالو کارپوهانو له چيني کارپوهانو سره د کارپوهانو یوه ډله جوړه کړې. دوی د وو هان د جين ين تان پوهنتون او د هوا نان د سمندري غذا بازار په ګډون له ۹ ځايونو څخه ليدنې کړې او هلته یې له خلکو سره هم ليده کاته وکړل چې دوی غوښتل ورسره وویني. د خلاص ، شفاف او بشپړ تحقیق پراساس،دوی د مارچ په پای کې يو راپور خپور کړ او دې پایلې ته ورسیدل، چې داسې هيڅ امکان نه ليدل کیږي، چې کوويډـ۱۹ ويروس له چیني لابراتوار څخه خپور شوی وي. دا پایله د نړیوالې ساینسي ټولنې لخوا په پراخه کچه پیژندل شوې.

اوس د ویروس سرچينې د موندلو په اړه د نړیوالې څېړنې چیني برخه پای ته رسیدلې. د روغتيا نړیوال سازمان او چین ګډ څیړنیز راپور کې وړاندیز سره سم، د ویروس سرچينې د موندنې راتلونکې مرحله باید د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو او ځایونو کې ترسره شي. امريکا په نړۍ کې د لومړي نمبر "د وبا ضد ناکامي هېواد" او "د ویروس اصلي شکمنې سرچينې" په توګه، باید په راتلونکې مرحله کې د نړیوالې څېړنې تمرکز شي. له زياتو حقایقو سره سم، امريکا د ویروس سرچینې نړیوالې څیړنې خنډ کوي.

چین تل د ويروس سرچينې د ساینسي موندنې ملاتړ کړی او د وبا ضد د نړیوالې همکارۍ لپاره تر خپل وس پورې خدمتونه کړي دي .د مثال په توګه، چین له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د واکسین مرستې کړي، او له ۶۰ څخه زیاتو هېوادونو ته یې څه د پاسه ۸۰۰ ميليونه واکسین صادر کړي. په عين وخت کې چین د مصر او سعودي عربستان په ګډون له ۱۰ څخه ډېرو پرمختيايي هېوادونو سره د ټېکنالوژۍ انتقال او د توليد همکارۍ هم ترسره کړی چې په مؤثره توګه د واکسینونو شتون او وړتیا ته وده ورکړی.