شي جين پينګ: پر رښتيني څو اړخيزم دې ټينګار وشي
CRI2021-09-04 17:21:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په درېيمه ڼېټه په انلاين ډول د ختيځ اقتصاد د شپږم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د نړۍ په جوړښت کې ژور بدلونونه روان دي، د کرونا وبا وضعيت آرام نه دی او نړيوال اقتصاد د ورو احيا په حال کې دی. د شمال ختيځې آسيا سيمه ييزې همکارۍ نه يوازې له ننګونو سره، بلکې له مهمو فرصتونو سره مخ دي. اړوندې خواوې بايد د سيمې پر بنسټ نړۍ ته وګوري، د اوسنيو ستونزو د ليري کولو او د ګډ پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر دی او چين د عصري سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ په لاره کې ګامونه پورته کوي. چين هيله لري، چې له نورو خواوو سره پر رښتيني څواړخيزم ټينګار وکړي، اعتبار او ښه ګاونډيتوب ته په درنه سترګه وګوري، د ګډو ګټو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ موخې ته پرمختګ وکړي.