ګوټريس: د افغانستان د بشريت د مسئلې په اړه د وزيرانو غونډه به تر سره شي
CRI2021-09-04 14:21:51
شريکول:

 

د سپتمبر په ۳مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټريس اعلان کړی، چې هغه به د روانې مياشتې پر ۱۳مه نېټه ژنيو ته ولاړ شي او هلته به په افغانستان کې د بشري ضرورت د زياتوالي په اړه د وزيرانو په کچه لوړ ربته غونډه تر سره کړي.

نوموړي وويل، هيله لري چې د دغې غونډې له لارې افغانستان ته نور بشري توکي برابر کړي څو د ژوند د ژغورلو عمليات دوام ولري. هغه يو ځل بيا د م م په استازيتوب له افغانانو څخه ملاتړ څرګند کړی او ژمنه يې کړې چې افغانستان ته دوامداره بشري مرستې برابروي