لي که چيانګ د طبيعت د ساتنې د اوومې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی
CRI2021-09-04 17:14:05
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په درېيمه نېټه په انلاين ډول د طبيعت د ساتنې د اوومې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل، چې د نړيوالې ايکولوژۍ او چاپيريال د ادارې د بشپړوالي لپاره بايد د سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټینګار او د چاپيريال د ادارې په برخه کې دې د عادلانه، مناسب او همکاريز نړيوال سیستم د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وشي. ملګري ملتونه بايد په دغه برخه کې د مقرراتو په جوړولو کې عمده رول ولوبوي. نوموړي زياته کړه، چې لوي هېوادونه بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او په دې برخه کې دې مثبت او لارښوونکی رول ولوبوي.

لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بهير کې د چاپيريال ساتنې پر لوري ګامونه پورته کوي او هيله لري، چې له نورو خواوو سره د يوې پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.