د چين او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-09-04 15:00:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په درېيمه نېټه د ايران له بهرنيو چارو وزير حسين امير عبدالحيان سره تلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو په خبرو کې د افغانستان د حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي وويل، هغه خبر ته يې پاملرنه کړې چې افغان طالبان ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د نوی حکومت جوړونه اعلان کړه. نوموړي هيله وښودله، چې دغه نوی حکومت به ورخلاصون او زغم څرګند کړي او له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره، په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي. چين او ايران دواړه د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او خپلمنځي تګ راتګ او همغږي دې پياوړې کړي او د افغانستان د ثبات او بيارغونې په چارو کې دې رغنده رول ولوبوي.

وانګ يي زياته کړه، که څه هم امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه ايستلي، خو دغه هېواد د افغانستان د سولې او بيا رغونې په برخه کې له غاړې څخه نه اوښتونکی مسئوليت لري. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې امريکا بايد د بېلا بېلو طريقو له لارې د افغانستان پر وړاندې نوي ستونزې نه رامنځته کوي، د نوې ګډوډۍ له جوړولو څخه دې ډډه وکړي او د دې سيمې د هېوادونو حقه حقونو ته دې زيانونه نه رسوي.

وانګ يي وويل، چې د امريکا په قول، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو موخه له چين او روسيې د مقابلې لپاره د قوت تمرکز دی. د امريکا دغه څرګندونه د خپلې ناکامۍ يوه پلمه ده او ورڅخه دا څرګنديږي چې دغه هېواد غواړي په نړۍ کې د زورواک سياست خپرولو ته دوام ورکړي.

حسين امير عبدالحيان په خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکا غيرمسئولانه کړنې د افغانستان د ناآرامۍ اصلي سبب شوي. ايران له دې سره موافق دی، چې افغانستان بايد د ټولو قومونو د ګټو لپاره يو پراخ او ټولشموله حکومت جوړ کړي. ایران هيله لري، چې له چين سره همغږي پياوړې کړي او له ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره خدمتونه وکړي.