بايډن وغوښتل، چې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه کې د ترهګريزې پېښې په اړه د څېړنې اسناد خپاره کړي
CRI2021-09-04 14:22:18
شريکول:

د سينهوا اژانس وايې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د سپتمبر په ۳مه نېټه د يو فرمان په لاسليکولو سره د عدلې وزارت او له نورو اړوندو ارګانونو څخه غوښتي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټې  د ترهګريزې پېښې په اړه د فيدرالي تحقيق بيرو د څېړنې اسناد خپاره کړي.

بايډن په همدې ورځ د يوې اعلاميې د خپرولو سره وويل، د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې د ۲۰مې کاليزې په درشل کې ، هغه يو فرمان لاسليک کړی، چې د عدلې وزارت او له نورو اړوندو ارګانونو څخه يې غوښتي، چې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه کې د ترهګريزې پېښې په اړه د فيدرالي تحقيق بيرو د څېړنې اسناد کاره وګوري. د عدلې وزير بايد په راتلونکو شپږو مياشتو کې عامو خلکو ته اړوند اسناد خپاره کړي.