چين نړۍ ته ۹۹۰ مليونه دوزه د کرونا ضد واکسين برابر کړی
CRI2021-09-04 14:59:52
شريکول:

ميانمر ته کرونا وبا ضد چيني واکسين او محافظتي توکو د سپارلو مراسم د سپتمبر پر درېيمه نېټه تر سره شول. د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ملي ادارې مرستيال دنګ بو چينګ وويل، چې چين ۱۰۵ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد واکسين ورکړی او له ۶۰ زياتو هېوادونو ته يې دغه واکسين صادر کړی دی چې عمومي مشېر يې ۹۹۰ مليونو دوزو ته رسيدلی او دغه رقم په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

نوموړي زياته کړه، چې چين د بشر د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په اساس د بشر دوستۍ بېړني عمليات تر سره کړي چې پيمانه يې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو راهيسې تر ټولو لويه ده. چين ۱۵۰ هېوادونو او ۱۳ نړيوالو سازمانونو ته مرستندويه محافظتي توکي ورکړي او ۳۴ هېوادونو ته يې ۳۷ طبي ډلې ليږلي او د کرونا وبا د وقايې او کنترول په اړه يې د تجربو د تبادلې نژدې زر غونډې تر سره کړي دي.