پوتين: د کوويډـ۱۹ ويروس د سرچينې د لټون مسئله په سياسي توګه حل نه شي
CRI2021-09-04 14:22:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل، د کوويډـ۱۹ ويروس د سرچينې د لټون مسئله بايد په سياسي ډول حل نه کړل شي او باید په ګډه سره د وبا ضد مبارزه وکړو.

د روسيې د ملي تليويزيون د خبر له مخې، پوتين په همدې ورځ د دې هېواد په ولاديوستوک کې د ختيځي اقتصاد په فورم کې وویل، چې دا مناسب کار دی یچې د يوې پېښې لامل او وجې پيدا کړو، خو دا غلطه ده چې ځيني هېوادونه غواړي کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکړي. ټولې څېړنې بايد د حقيقي معلوماتو او اسنادو پر بنسټ تر سره شي، سياسي چلند يوازې خلک له حقيقت څخه لېري کوي.