د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په درېيمه نېټه په انلاين ډول د ختيځي اقتصاد د شپږم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. بهرنيو متخصصينو وويل، چې رئيس شي په خپله وينا کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د پياوړتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې په اړه وړانديزونه وړاندې کړی چې مهم ارزښت لري، او دغه سيمه او ګرده نړۍ يې دې ته هڅولې، چې د ستونزو د ليري کولو، ګډ پرمختګ او همکارۍ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
د روسيې د خلکو د دوستۍ پوهنتون مرستيال پروفيسېر اوليک جيموفيف وويل، چې شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې د واکسين مسئلې او د کرونا وبا د ريښې پلټنو ته د سياسي رنګ د ورکولو له کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او د انسانانو د روغتيا د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي. د رئيس شي دغه وړانديزونه د ګردې نړۍ لپاره مهم ارزښت لري او د عامو خلکو پر ژوند به ګټورې اغېزې وکړي.
د قزاقستان او چين د سوداګرۍ د هڅولو ټولنې مشر هاناک بيسيک وويل، چې د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره د چين هڅونې د نړيوالې سوداګرۍ د ثبات لپاره ګټورې دي او د نړيوال اقتصاد په احيا کې يې مهم رول لوبولی دی.
د بروني د خبري رسنۍ کارپوه بېژنلونګ وويل، چين نه يوازې د کرونا وبا ضد مبارزه کې د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی، بلکې د يو لوی هېواد مسئوليت یې پر غاړه اخيستی او د بروني په شمول زياتو هېوادونو ته يې د کورنا وبا ضد واکسين برابر کړی دی. د ځينو لويديځو هېوادونو هغه کړنې د نړيوالې ټولنې د منلو وړ نه دي چې غواړي د واکسين مسئلې او د کرونا ويروس د رېښې د لټون مسئلې ته سياسي رنګ ورکوي.