د اسرائيل ولسمشر د اردن له پاچا سره وکتل
CRI2021-09-05 15:19:02
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل د ولسمشرۍ دفتر د سپټمبر پر ۴مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د اردن د پاچا عبدالله دوهم په بلنه ، د اسرائيل ولسمشر ايساک هرزوګ تېره اوونۍ له عبدالله دوهم سره د اردن په پلازمېنه عمان کې  وکتل، چې د دوه اړخيزو او سيمه ييزو ستراتيژيکو مسئلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

هرزوګ په ياده اعلاميه کې ويلي، چې دواړو خواوو د زراعتي پيداوار د واردولو، د انرژۍ او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په شمول پر مهمو مسئلو سلامشورې وکړې. په دې اعلاميه کې د يادې ليدنې نېټه نه ده خپره شوې.