د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له طالبانو سره د تماس نيولو په برخه کې پنځه شرايط ټاکلي
CRI2021-09-05 15:22:01
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيک او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړي استازي جوسف بوريل د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل، د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان له طالبانو سره د تماس نيولو په برخه کې پنځه شرايط ټاکلي دي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غيررسمي غونډې وروسته وويل، چې ياد پنځه شرايط دا دي: طالبان دې ژمنه وکړي، چې افغانستان دې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ  د صادرولو ځاله ونه ګرځي؛ بشري حقوقو، په تېره بيا د ښځو حقوقو، قانوني ادارې او رسنيزې ازادۍ ته دې درناوی وکړي؛ د مذاکراتو له لارې يو ټولشموله انتقالي حکومت جوړ کړي؛ بشري مرستندويه ادارو ته دې اجازه ورکړي، چې په ازاده توګه افغانستان ته ننوزي؛ بهرني او کورني خلک له افغانستان څخه  په ازاد ډول ووتلی شي.