په پنجشېر کې د جګړې په اړه معلومات
CRI2021-09-05 18:45:14
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، په پنجشېر کې د افغان طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه د سپټمبر تر پنځمې پورې لا هم دوام لري. طالبانو اعلان کړی، چې څو ولسوالۍ يې نيولې دي.

 له بلې خوا مقاومت جبهې ويلي، چې د طالبانو د څو پړاوونو بريدونه يې په شا تمبولي او د طالبانو ځينې جنګیالي يې په غريزه سيمه کې محاصره کړي دي.

د چين میډیا ګروپ د خبريال معلوماتو له مخې، چې له نورو خواوو سره د طالبانو ضد د احمد مسعود په مشرۍ د ځواک ارتباط پرې شوی دی او د نوموړي په شمول د دې ډلې مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې د خبرونو بهیر ختم شوی دی. د پنجشېر ځيني کسان، چې اوس په کابل کې ژوند کوي له تېرو څو ورځو راهيسې د خپل ټاټوبي له خپلوانو سره ارتباط نه شي نیولی.