د افغان طالبانو وياند محمد سهيل شاهين د سپټمبر پر پنځمه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، په پنجشېر کې جګړه تقريبا پای ته رسېدلې ده. نوموړي زياته کړه، چې طالبان به د مقاومت له هغو ځينو کړيو سره د خبرو اترو او يا نورو طريقو له لارې خپلمنځي توپيرونه حل کړي چې لا هم پاتې دي.