پر رښتيني څو اړخيزتوب دې ټينګار وشي
CRI2021-09-05 15:18:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپټمبر په درېيمه ڼېټه په انلاين ډول د ختيځ اقتصاد د شپږم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د نړۍ په جوړښت کې ژور بدلونونه روان دي، د کرونا وبا وضعيت آرام نه دی او نړيوال اقتصاد د ورو احيا په حال کې دی. د شمال ختيځې آسيا سيمه ييزې همکارۍ نه يوازې له ننګونو سره، بلکې له مهمو فرصتونو سره مخ دي. اړوندې خواوې بايد د سيمې پر بنسټ نړۍ ته وګوري، د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو او د ګډ پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې فقره ييز وړانديز وړاندې کړی، چې د شمال ختيځې آسيا هېوادونه بايد د کرونا وبا د ننګونو پر وړاندې دې يو له بل څخه ملاتړ وکړي او متقابلې مرستې دې وکړي، د خپلمنځي همکاريو پياوړتيا ته دې دوام ورکړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره دې لاس يو کړي. همکاري د يادو دريو برخو اصلي موضوع بلل کيږي. انسانان په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې يو له بل سره ټينګ  تړلي دي، نو ويل کيږي، چې د نړيوالو سختو بحرانونو پر وړاندې هيڅ هېواد ځان ګوښې نه شي ساتلی. د شمال ختيځې آسيا بېلا بېل هېوادونه د جغرافيايي نژدېوالي، کلتوري پيوستون او د خلکو د متقابل تفاهم او دوستۍ له امله ښه همکاريز بنسټ لري. چين له روسيې سره د هېوادونو ترمنځ د همغږي چلند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ نمونه جوړه کړې ده. د چين او روسيې د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون تمديد نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټور دی، بلکې د دغې سيمې د نورو هېوادونو د پرمختګ لپاره يې زمينې برابرې کړي دي.

شمال ختيځه آسيا د نړۍ له هغو سيمو څخه ده، چې اقتصادي پرمختګ يې فعال دی. په ۲۰۲۰م کال کې د شمال ختيځې آسيا د شپږو هېوادونو عمومي اقتصادي اندازه د نړيوال اقتصاد د عمومي اندازې له ۲۷سلنې سره برابره وه. په داسې حال کې چې د کرونا وبا تر اغېزو لاندې په نړيوالو حالاتو کې لوی او ژور بدلونونه روان دي او د نړيوال اقتصاد احيا له ستونزو سره مخ ده، د شمال ختيځې آسيا د پرمختګ پر وړاندې ناڅرګنده امکانات مخ پر زياتېدو دي. د سيمه ييزې سولې او آرامۍ ساتنه او د شمال ختيځې آسيا د ښه ګاونډيتوب، متقابل اعتماد، يووالي او ثبات ابادي  د دې سيمې د پرتو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري.

د اقتصاد د نړیوال کېدو نه ختمېدونکي جريان پر وړاندې، د شمال ختيځې آسيا بېلا بېل هېوادونه بايد نړۍ ته وګوري. بېلا بېل هېوادونه بايد پر رښتيني څو اړخيزتوب دې ټينګار وکړي، د متقابلو خواوو ګټو ته دې پاملرنه وکړي او د نورو خواوو ګټو ته دې زيان نه رسوي. پر اعتبار او ښه ګاونډيتوب ټينګار کول د چيني ملت دودونه او له نورو خلکو او هېوادونو سره تګ راتګ کې د چينايانو د کړنو اصول دي. چين به پر څو اړخيزتوب ټينګار وکړي او له نورو خواوو سره د ګډ پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.

ورخلاصون د سمسورتيا لامل او تړل د زوال سبب کيږي. موږ باور لرو، چې د شمال ختيځې آسيا بېلا بېل هېوادونه د يووالي او همکارۍ له لارې د سولې او ثبات چاپيريال اباد کړي، اوسنې ستونزې لېرې کړي او لا ښکلې آينده جوړه کړي.