د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د سپټمبر پر ۴مه د ايران د ذروي مسئلې په اړه وويل، چې مذاکره يو ډول ډيپلوماټيکه لاره ده، خو تر فشار او ګواښ لاندې مذاکره د منلو وړ نه ده.
د ايران د ولسمشرۍ ویبسايټ د خبر له مخې، رئيسي د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په شپه د لومړي ځل لپاره په ژوندۍ تلويزيوني مرکه کې خلکو ته وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه مذاکرات د دې هېواد د نوي حکومت په اجنډا کې ځای شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې مذاکرات بايد د ايرانيانو ګټې وساتي او پر ايران د امريکا بنديزونه ټول لغوه کړي. ايران به په دې برخه کې خپل سر ټيټ نه کړي.
نوموړي د افغانستان د حالاتو په اړه وويل، چې د افغانستان له مسئلې څخه دا څرګنده شوه، چې د امريکايي ځواکونو شتوالی په هېڅ ځای کې امنيت نه جوړوي، بلکې امنيت ويجاړوي.