د چين نړيوالې الکټرونيکي سوداګرۍ چټک پرمختګ کړی
CRI2021-09-05 15:00:04
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د چين د الکترونيکې سوداګرۍ غونډې په اړه د نړيوالو سوداګريزو چارو فورم د سپټمبر په څلورمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ ادارې مرستيال جانګ لي نوموړي فورم ته په خپله وينا کې وويل، له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين د بهرنيو سوداګريزو چارو د زياتوالي کچه د تاريخ تر بلې هرې مودې لوړه ده او نړيوالو الکټرونيکو سوداګريزو چارو چټک پرمختګ کړی.

جانګ لي په خپله وينا کې وويل، له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين د صادراتو، وارداتو او د دواړو برخو د زياتوالي کچه د تېرو لسو کلونو راهيسې تر ټولو لوړه ده. له جنورۍ څخه تر جون پورې د نړيوالو الکټرونيکو سوداګريزو چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت ۸۸۶ ميليارډه او ۷۰۰ مليونو يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاريه ۶ سلنه زيات شوی دی. نوموړي زياته کړه، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په چين کې د نړيوالې الکټرونيکي سوداګرۍ اندازه نږدې لس چنده زياته شوې ده.